کورنیو چارو وزارت ویلي چې ژر به بېرته کابل کې د پاسپورټ وېش پیل شي

0
283

کورنیو چارو وزارت ویلي چې ژر به بېرته کابل کې د پاسپورټ وېش پیل شي

هغه ویلي چې څو ورځې وړاندې د کابل پاسپورټ ریاست کې ځینې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې وې چې له امله یې د پاسپورټ ورکړې پروسه له خنډونو سره مخ شوه او وځنډېده.

 

(2021 / 11 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې ډېر ژر به په کابل کې د پاسپورټ ورکړې بهیر له سره پیل شي.

سعید خوستي ویلي چې په پاسپورټ ریاست کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه اوارېدو ته نږدې شوې ده او په راتلونکو ورځو کې به دغه بهیر بېرته پیل شي.

هغه ویلي چې څو ورځې وړاندې د کابل پاسپورټ ریاست کې ځینې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې وې چې له امله یې د پاسپورټ ورکړې پروسه له خنډونو سره مخ شوه او وځنډېده.

اړوند موضوعات: 

کورنیو چارو وزارت وايي چې د پاسپورټ ریاست د کارکوونکو پۀ ګډون مو ۶۰ کسه د جال کارۍ پۀ تور نیولي دي

د ویلو ده چې پاسپورت ریاست مخکې تر دې ویلي وو چې پر کابل پاسپورت ریاست باندې د ګڼې ګوڼې مخنیوي لپاره به په پنځو لویو ښارونو کې د پاسپورت ورکوونې پروسه پیل کړي خو کله چې په ولایتونو کې دغه بهیر پیل شو په کابل کې د تخنیکي ستونزو له امله وځنډېد.

Leave a reply