کورنیو چارو وزارت وايي چې د پاسپورټ ریاست د کارکوونکو پۀ ګډون مو ۶۰ کسه د جال کارۍ پۀ تور نیولي دي

0
236

کورنیو چارو وزارت وايي چې د پاسپورټ ریاست د کارکوونکو پۀ ګډون مو ۶۰ کسه د جال کارۍ پۀ تور نیولي دي

د پاسپورټ ریاست سرپرست رییس علم‌ګل حقاني ویلي، چې د بایومټریک په ګډون د پاسپورټ د برخې یو شمېر ماشینونه له کاره لوېدلي او تر بیا جوړېدو پورې به دغه بهیر ودروي.

 

(2021 / 11 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وایي، چې د دې وزارت کورني امنيت ۶۰ تنه جعلي پاسپورټ جوړونکي، کمېشن‌کاران، د اسلامي امارت په نوم جعلي اخطارنامو جوړوونکي نیولي دي.

نوموړي په خپله ټوېترپاڼه کې لیکلي، چې په دې ډله کې د پاسپورټ ریاست کارمندان هم شامل دي.

نوموړي په دې اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې ډېر ژر به یې اړه ویدیوه خپره کړي.

اړوند موضوعات: 

طالبان وايي چې د پاسپورټ ریاست کې مو څلوېښت کمشن کاران نیولي دي 

طالبانو تر دې وړاندې هم ۴۰ هغه کمېشن‌کاران نیولي چې د پاسپورټ اخیستو په بدل کې یې له خلکو پیسې اخیستې.

د یادونې ده چې د پاسپورټ ریاست په یوه تازه اقدام کې په کابل کې خپل فعالیت د تخنیکي ستونزو له کبله درولی دی.

د پاسپورټ ریاست سرپرست رییس علم‌ګل حقاني ویلي، چې د بایومټریک په ګډون د پاسپورټ د برخې یو شمېر ماشینونه له کاره لوېدلي او تر بیا جوړېدو پورې به دغه بهیر ودروي.

Leave a reply