طالبان وايي چې د پاسپورټ ریاست کې مو څلوېښت کمشن کاران نیولي دي

طالبان وايي چې د پاسپورټ ریاست کې مو څلوېښت کمشن کاران نیولي دي
یادو چارواکو ویلي، چې لا هم په دې ریاست کې ځینې ستونزې شته او د حل لپاره یې جدي هڅې روانې دي.
د پاسپورټ ریاست د کار تر پیلېدو وروسته په ورځني ډول په زرګونه خلک دې ریاست ته ورځي او د پاسپورټ غوښتنه کوي، خو چارواکي وایي، چې اوسمهال یوازې هغو کسانو ته پاسپورټونه ورکوي چې له وړاندې یې ثبت نامونه کړي دي.
(2021 / 11 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاسپورټ ریاست چارواکي وایي، چې په تېرو څو ورځو کې یې هغه ۴۰ کمېشنکاران نیولي چې د پاسپورټ اخیستو په بدل کې یې له خلکو پیسې اخیستې.
یادو چارواکو ویلي، چې لا هم په دې ریاست کې ځینې ستونزې شته او د حل لپاره یې جدي هڅې روانې دي.
د پاسپورټ ریاست د کار تر پیلېدو وروسته په ورځني ډول په زرګونه خلک دې ریاست ته ورځي او د پاسپورټ غوښتنه کوي، خو چارواکي وایي، چې اوسمهال یوازې هغو کسانو ته پاسپورټونه ورکوي چې له وړاندې یې ثبت نامونه کړي دي.
اړوند موضوعات:
د پاسپورټ ریاست: یو کس مو د پنځه ویشت زره ډالره ریشوت پۀ تور نیولی دی
یو شمېر خلک بیا شکایت کوي چې اوس هم یو شمېر کمېشنکاران د پیسو په مقابل کې پاسپورټونه وېشي.
طالب چارواکي وایي، چې د دې ګډودۍ مخنیوي لپاره جدي مبارزه کوي.
د پاسپورټ ریاست سرپرست مولوي علم ګل حقاني ویلي، چې د پاسپورټونو وېش وروسته یې تر اوسه ۳۸۰ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي او شاوخوا ۸۰ زره پاسپورټونه یې وېشلي دي.






