د پاسپورټ ریاست: یو کس مو د پنځه ویشت زره ډالره ریشوت پۀ تور نیولی دی
د پاسپورټ ریاست: یو کس مو د پنځه ویشت زره ډالره ریشوت پۀ تور نیولی دی
لۀ هغۀ وروسته زیات شمېر افغانان لۀ جدي ستونزو سره مخ شول، لۀ دغه حالت څخه ځینې خلکو پة استفادې اړو افغانانو ته د پیسو مقابل کې پاسپورټونه جوړول پیل کړي، چې هغه وخت د افغانستان د پاسپورټ قیمت پۀ تور بازار کې تر ۲۵ سوه ډالره ورسېدۀ.
(2021 / 10 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سبټمبر لۀ پنځلمسې وروسته کله چې طالبان پۀ کابل واکمن شول، د پاسپورټ د ریاست پډ شمول ټولې دولتي او د عامه چوپړتیاوو ادارې د خلکو پر مخ وتړل شوې.
لۀ هغۀ وروسته زیات شمېر افغانان لۀ جدي ستونزو سره مخ شول، لۀ دغه حالت څخه ځینې خلکو پة استفادې اړو افغانانو ته د پیسو مقابل کې پاسپورټونه جوړول پیل کړي، چې هغه وخت د افغانستان د پاسپورټ قیمت پۀ تور بازار کې تر ۲۵ سوه ډالره ورسېدۀ.
اړوند موضوعات:
د پاسپورټ ریاست ښځینه کارکوونکې کار ته راغوښتي
که څۀ هم د ا.ا.ا بار بار خبر ورکړ چې د سبټمبر تر پنځلسمې وروسته چې د افغانستان د پاسپورټ ریاست څخه کوم پاسپورټونه جوړېږي، د اعتبار وړ ندي.
خو دغې چارې هم پر پیسو د پاسپورټ جوړولو پروسه ونۀ دروله.
وروسته تر هغه چې د ا.ا.ا رسماً د پاسپورټ د چارو د بیا پیل اعلان وکړ، پۀ زرګونو خلکو یاد ریاست ته د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره مخه کړه چې د ګڼې ګوڼې لۀ امله زیات شمېر خلک ستونزو سره مخ ؤ.
تازه د ا.ا.ا ویلي چې د پاسپورټ ریاست کې ئې د ۲۵ زره امریکايي ډالرو د ریشوت پۀ تور یو کس نیولی چې تر پوښتنو و ګروېګنو وروسته به سخته سزا ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې ډېر شمېر کسان طالبانو د اداري فساد پۀ تور نیولي او پۀ عام محضر کې ئې د عبرت پۀ موخه سزا ورکړې ده.