ایران وايي چې پۀ پوره ډول هڅه کوي چې هېواد یې اقتصادي ثبات ترلاسه کړي
د ایران د اقتصاد وزارت مرستیال محسن رضايي وايي دوی د خپل هېواد د اقتصادي ودې لپاره ان په قاچاق لاس پورې کړی دی او اجازه نه ورکوي په دغه هېواد کې اقتصادي ناورین رامنځ ته شي.
دده په وینا له نړیوالو بندیزونو لرې په پټه او قاچاقي توګه د خپل هېواد تېل پلوري او بیا له دې لارې ګټل شوي ډالر په قاچاقي توګه ایران ته راوړي.
(2021 / 11 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي د خپل هېواد اقتصادي ثبات وساتي.
د ایران د اقتصاد وزارت مرستیال محسن رضايي وايي دوی د خپل هېواد د اقتصادي ودې لپاره ان په قاچاق لاس پورې کړی دی او اجازه نه ورکوي په دغه هېواد کې اقتصادي ناورین رامنځ ته شي.
دده په وینا له نړیوالو بندیزونو لرې په پټه او قاچاقي توګه د خپل هېواد تېل پلوري او بیا له دې لارې ګټل شوي ډالر په قاچاقي توګه ایران ته راوړي.
هغه ویلي دوی له ناوړه وضعیت او بندیزونو سره د مبارزې لپاره پر ټولو ممکنو لارو فکر کړی دی.
پر ایران د امریکا له بندیزونو وروسته د سیمې او نړۍ هېوادونه حق نه لري چې د یاد هېواد تېل او یا نور معدني توکي وپېري له همدې امله یې ایرانی حکومت قاچاقي پلور ته اړ شوی دی.










Leave a Reply