د امریکا کانګرېس د بایډن طرحه تائید کړه

د امریکا کانګرېس د بایډن طرحه تائید کړه
همدا راز د سلګونه میلیاردونو ډالرو په لګښت غواړي د خلکو د ژوند په کچه کې بدلون راولي، پاکې هوا، چټک انټرنېټ او پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي.
دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره بودیجه ګڼل کېږي چې د بیا رغونې لپاره د کانګریس تایید ترلاسه کوي.
(2021 / 11 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا کانګریس د بیا رغونې لپاره د بايډن تاریخي طرحه تایید کړه. د امریکا کانګریس د بایډن هغه طرحې ته مثبته رایه ورکړې چې له مخې به یې د څه باندې یو تریلیون ډالرو په ارزښت ددغه هېواد بنسټیزې پروژې ترمیم او یا له سره رغول کېږي.
ددې طرحې له مخې بایډن غواړي د څه باندې ۵۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د امریکا سړکونه، رېللارې، پلونه او نورې بنسټیزې ودانۍ ورغوي او د حمل نقل سیستم نوی کړي.
همدا راز د سلګونه میلیاردونو ډالرو په لګښت غواړي د خلکو د ژوند په کچه کې بدلون راولي، پاکې هوا، چټک انټرنېټ او پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي.
دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره بودیجه ګڼل کېږي چې د بیا رغونې لپاره د کانګریس تایید ترلاسه کوي.
دې طرحې د امریکا په سیاسي بحثونو کې ستر اختلافات رامنځ ته کړي وو، خو بايډن وايي دی غواړي له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او له بلې خوا د امریکا د کلونو زړې شوې پروژې نوې کړي.






