پاکستان کې د هوا ککړتیا لویه ننګونه ده 

0
174

پاکستان کې د هوا ککړتیا لویه ننګونه ده 

د پاکستان لاهور ښار د دوشنبې په سهار د نړۍ دویم تر ټولو ککړ ښار زاګرب چې په کروشیا کې دی، مخکې سو.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، ککړه هوا هر کال په ټوله نړۍ کې د میلیونونو انسانانو د مړینې لامل کیږي.

 

(2021 / 11 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

په پاکستان کې د هوا ککړتیا یوه لویه روغتیایې ننګونه ده چې میلیونونه خلک یې اغیزمن کړي دي. کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې ستونزې د حل له پاره بايد ډېر ژر کار وسي، که نه دغه ککړه هوا به د هیواد له پاره ویجاړونکې وي.
د پاکستان د لاهور او کراچۍ ښارونه په نړۍ کې تر ټولو ککړ ښارو نه پیژندل سوي دي.

د ایکو ایړ نړیوال چاپیریال د خپروسویو معلوماتو له مخې، لاهور په نړۍ کې تر ټولو ککړ ځای دی.
د پاکستان لاهور ښار د دوشنبې په سهار د نړۍ دویم تر ټولو ککړ ښار زاګرب چې په کروشیا کې دی، مخکې سو.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، ککړه هوا هر کال په ټوله نړۍ کې د میلیونونو انسانانو د مړینې لامل کیږي.

د روغتیا اداره وايي چې د دوی ارقام ښیې چې د ټیټ او متوسط ​​​​عاید لرونکو هیوادونو خلک له دغه ګواښ سره مخامخ دي.

Leave a reply