برت مک کورک: لۀ افغانستان نه وتلو کې مو ګټه وه، مرکزي ختیځ نۀ پرېږدو

برت مک کورک: لۀ افغانستان نه وتلو کې مو ګټه وه، مرکزي ختیځ نۀ پرېږدو
نوموړي څرګنده کړې ده چې امریکا په منځني ختیځ کې پاتې کېږي ځکه چې دا چاره د امریکا د امنیت او حیاتي ګټو لپاره ډېره مهمه ده، نو پر همدې بنسټ دوی هیچېرته هم نه ځي او تر خپل ټاکلي وخته پورې به په منځني ختیځ کې خپل حضور وساتي.
(2021 / 11 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سپینې ماڼۍ د مرکزي اسیا د چارو مسوول برت مک ګورک له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو ننګه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې له دغه هېواد څخه وتل ځکه په ګټه و چې اوس د دوی ټول تمرکز پر منځني ختیځ دی.
هغه ویلي چې دوی به په منځني ختیځ کې خپل حضور ته دوام ورکړي او که اړیتا یې وه نو نور ځواکونه به هم دغې سیمې ته واستوي.
ګورک ټینګار کړی دی چې امریکایي پوځیان به د عراقي پوځیانو او پیشمرګه ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.
اړوند موضوعات:
امریکايي پوځیان وايي چې لۀ افغانستان څخه وتل مو لۀ شرمه ډک ؤ