امریکايي پوځیان وايي چې لۀ افغانستان څخه وتل مو لۀ شرمه ډک ؤ
امریکايي پوځیان وايي چې لۀ افغانستان څخه وتل مو لۀ شرمه ډک ؤ
دغه پوځیان زیاتوي، امریکایي حکومت په یوه بې پلانه جګړه کې د زرګونه امریکایانو ژوند تریخ کړی دی، میلیونونه ډالر لګښتونه یې راوستي دي او ددې جدي اړتیا ده چې دا هر څه په سمه توګه وڅېړل شي او امریکايي وګړو ته قناعت ورکړل شي.
(2021 / 11 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پخواني امریکايي پوځيان وایي له افغانستان د امریکايي عسکرو ایستل ستره تېروتنه وه.
دغه سرتېرو له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره حضور درلود او مسوولیت یې هم د امنیت تامین او د ګواښونو له منځه وړل وو، خو امریکايي حکومت بې وخته او له شرمه ډکه توګه خپل سرتېري له افغانستان و ایستل او نړۍ ته یې د امریکا او امریکایانو په اړه ډېر بد پیغام لېږلی دی.
اړوند موضوعات:
یونېورسل لۀ افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پۀ اړه فلم جوړوي
دوی وایي له دې وروسته ښایي نړۍ له امریکا سره په خورا سختو مواردو کې هم همکاري و نه کړي ځکه دغه هېواد له خپلو متحدینو په افغانستان کې په یوه بې هدفه او بې پایلې جګړه کې ناسمه ګټه اخیستې ده.