یونېورسل لۀ افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پۀ اړه فلم جوړوي
یونېورسل لۀ افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پۀ اړه فلم جوړوي
د دې فلم داستان په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته د خلکو د ژغورولو پر عملیاتو راڅرخېږي، چې څنګه امریکايي پوځیانو د افغان پوځيانو په مرسته کسان له افغانستان وباسي.
(2021 / 11 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا یونېورسل پکچرز په نوم یوه فلمي کمپنۍ له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر عملیاتو فلم جوړوي.
د امریکايي رسنیو د مالوماتو له مخې، د دې فلم مرکزي لوبغاړي چانینګ تاتم او ټام هارډي دي.
د دې فلم داستان په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته د خلکو د ژغورولو پر عملیاتو راڅرخېږي، چې څنګه امریکايي پوځیانو د افغان پوځيانو په مرسته کسان له افغانستان وباسي.
د اګسټ په پنځلسمې کابل ته د طالبانو ننوتو سره هممهال امریکا د ایستلو عملیات پیل کړل او شاوخوا ۱۲۴ زره کسان یې په دوو اوونیو کې له افغانستان بهر کړل.