د امریکا ولسمشر وايي چې نړۍ د ایران لۀ تېلو پرته هم خپلې اړتیاوې پوره کولی شي 

0
72

د امریکا ولسمشر وايي چې نړۍ د ایران لۀ تېلو پرته هم خپلې اړتیاوې پوره کولی شي 

بایډن وایي د نړۍ په بازارونو کې تېل پرېمانه دي او نړیوال کولی شي د ایران له تېلو پرته هم خپلې اړتیاوې پوره کړي. په ۲۰۱۲ز کال کې چې کله امریکا پر ایران بندیزونه وضع کړل، نو له هغه وروسته پر هېوادونو هم فشار راوستل شو چې له ایران د تېلو صادرات ودروي.

 

(2021 / 11 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي نړۍ کولی شي د ایران له تېلو پرته خپلې اړتیاوې پوره کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دوی ددې نیت لري چې پر ایران بندیزونه دوام وکړي او د تېلو پر صادراتو یې بندیزونه لا ډېر شي، چې ورسره جوخت د نړۍ هېوادونه له ایران د تېلو د پېرلو حق نه لري.

بایډن وایي د نړۍ په بازارونو کې تېل پرېمانه دي او نړیوال کولی شي د ایران له تېلو پرته هم خپلې اړتیاوې پوره کړي. په ۲۰۱۲ز کال کې چې کله امریکا پر ایران بندیزونه وضع کړل، نو له هغه وروسته پر هېوادونو هم فشار راوستل شو چې له ایران د تېلو صادرات ودروي.

له همدې امله تر دې دمه له چین پرته نورو هېوادونو له ایران د تېلو صادرات درولي دي.

Leave a reply