د جوزجان ولایت د فيض اباد ولسوالۍ د پوهنې پخوانى آمر او زوى د ناپېژاندو وسله والو لۀ خوا وژل شوي دي

د چارواکو په وینا عبدالمتین د یکشنبې په ورځ د میزان په ۱۷مه د بالامردان په کلي کې له خپل زوی سره یو ځای په موټرسایکل سپاره وسله والو په نښه کړ. د ا.ا د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رييس بسم الله نصرت وويل، چې بريد کوونکي پر عبدالمتين له ډزو وروسته د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.
(2022 / 10 / 10 / نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په جوزجان ولایت کې د ا.ا سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې نامعلومو وسله والو د فیض اباد ولسوالۍ د پوهنې رییس له خپل زوی سره په ډزو وژلی دی.
د چارواکو په وینا عبدالمتین د یکشنبې په ورځ د میزان په ۱۷مه د بالامردان په کلي کې له خپل زوی سره یو ځای په موټرسایکل سپاره وسله والو په نښه کړ. د ا.ا د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رييس بسم الله نصرت وويل، چې بريد کوونکي پر عبدالمتين له ډزو وروسته د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.
اړوند موضوعات:
هرات؛ یو ځوان د نامعلومو کسانو لۀ خوا پۀ مرموز ډول وژل شوی دی
ښاغلي نصرت زیاته کړه، چې تر اوسه د دې وژنې لامل او انګیزه نه ده روښانه شوې. د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې نن سهار د پخواني حکومت يو سرتېرى د ناپېژاندو کسانو په ډزو وژل شوى دى.