هرات؛ یو ځوان د نامعلومو کسانو لۀ خوا پۀ مرموز ډول وژل شوی دی   

0
249

ویل کیږي چې د رمضان په نوم دغه ځوان د مرمۍ په واسطه وژل شوی دی. تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه ده څرګنده شوې. د هرات ولایت امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د هرات په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې مرموزې وژنې او جنايي جرمونه دوام لري او زیات شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ا.ا وايي، چې امنيت یې ښۀ کړى دى.

(2022 / 9 / 19    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په هرات ولایت کې عامه سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې یو ځوان د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

دغو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ د سنبلې په ۲۶ مه د شینډنډ ولسوالۍ د “خجنو” په کلي کې شوې ده.

اړوند موضوعات:

د ننگرهار یو مشهور دیني عالم تیره شپه کابل کې په مرموز ډول وژل شوی

Leave a reply