کوم هیوادونه چې لوټماران او غلا نه شي نیولې نو دا هیوادونه پرمختګ نه شي کولې: سیرت النبي غونډې ته د عمران خان وینا

0
82

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي، په هېواد کې ننداره روانه ده، څوک چې زورور وي، خپل پراسيکيوټر، د نېب مشر او د ايف آئي اے مشر لګوي او بيا تښتي.

اسلام آباد کښې د سيرت کانفرنس ته خطاب کښې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان اوويل چې په جيلونو کښې بند غريبان به هم بچ شي که چرې دوي خپل پراسيکيوټر مقرر کړي۔
عمران خان اوویل چې هغه هیواد چې لوی لوټماران نشي نیولی د خپلو منابعو سره سره پرمختګ نشي کولی، له بده مرغه پاکستان د قانون حاکمیت نه دی لیدلی، د برتانیې لومړی وزیر د کورونا قانون نه مراعاتولو له امله له دندې ګوښه شو.

عمران خان وویل چې خدای د هغه قوم حالت نه بدلوي چې د ځان د بدلولو هڅه نه کوي، ماشومانو ته باید په ښوونځیو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت تدریس شي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاشقۍ لپاره د درجې اړتیا نشته. زه خپلو اولادونو ته وایم چې زما ژوند ژوند دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څنګه بدل شوئ، کوم کسان چې ایمان راوړي، الله تعالی د هغوی وېره لرې کوي، کله چې ما سیاست پیل کړ، خلکو به ویل چې سیاست بد کار دی، دا به تا خوار کړي.
د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل چې د سیرت النبي ﷺ لوستلو سره زما د وېرې بُت مات شو، زه به ویریدم چې خلق به مې مسخرې کوي، د خلکو په وړاندې مې خبرې نه شوې کولې، ورو ورو مې د وېرې بت مات شو.
هغه اوویل چې زما په خاندان شخصي بریدونه مې وشول، دوی زما کورنۍ هم نه ده پرېښې، خان اوویل چې دومره عزت مې په ژوند کښې نه دې لیدلې څومره چې الله تعالی ماته په شپږو میاشتو کې راکړی دی.
…………………….
اړوند خبرونه

د وزیراعظم شهباز شریف پس د اطلاعاتو وزیرې هم د عمران خان ویناوې دروغ او هغه دروغجن بللې دې

شیخ رشید د ملکی ادارو څخه غوښتې چې په ملک کښې دې بغیر د څخه ځنډه نوې ټاکنې اعلان کړي

Leave a reply