د وزیراعظم شهباز شریف پس د اطلاعاتو وزیرې هم د عمران خان ویناوې دروغ او هغه دروغجن بللې دې

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د عمران خان بيان ښکاره منافقت او دروغ بللي دي.

په خپل يو بيان کې د اطلاعاتو وزير وويل چې د عمران خان له وينا څخه څرګنده شوه چې ددې بهرني اینجنټ د نوازشريف مرکه لیدلې ده.

مريم اورنګزېب پوښتنه وکړه چې د سپېڅلي نوم په اخيستلو سره بیا هم په دې خله دروغ، منافقت، توهين او تورونه لګوي، هغې اوویل چې آيا له خدایه وېره لرې؟وفاقي وزیرې اوویل چې که طاقتور او قوي د قانون لاندې وي نو عمران خان دې ځان، فرح ګوګي او بشرا بي بي قانون ته وسپاري۔
ياده دي وي چي تيره ورځ اسلام آباد کښي سيرت کانفرنس ته د وينا په وخت د پي ټي آئي چيرمين عمران خان وئيلي وو چي په جيلونو کښي د غريب اولس هم بچ کيدے شي که چري دوي دوی په عدالتونو کښې مقدمې شروع کړي.
عمران خان ویلي وو چې هغه هیواد چې لوی لوټماران نشي نیولی د خپلو منابعو سره سره پرمختګ نشي کولی، له بده مرغه پاکستان د قانون حاکمیت نشته، عمران خان اوویل چې د برتانیې لومړی وزیر د کورونا قانون نه مراعاتولو له امله له دندې ګوښه شو.
هغه ویلي وو چې په مدینه منوره کې هم لومړی انصاف راغی او بیا خوشحالي او سوکالي.

Leave a reply