مجاهد: افغانان داسې څوک دي چې په زور د هیچا هیڅ خبره او غوښتنه نه مني.
مجاهد: افغانان داسې څوک دي چې په زور د هیچا هیڅ خبره او غوښتنه نه مني.
8 اکتوبر 2022
د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر افغانستان د امریکا او متحدینو د یرغل د پيل ورځې په تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل: امریکا د یوه یرغلګر هېواد په توګه په تېروتنې سره پر افغانستان یرغل وکړ او په افغانستان کې یې ماتې وخوړه خو بیا هم افغان حکومت ورته د مثبت تعامل دروازې پرانیستي دي.
ملي تلویزیون کې، په افغانستان د امریکا او د هغوی د متحدینو د یرغل د تورې ورځې لمانځغونډه کې مجاهد د خپلې وینا پر مهال زیاته کړه چې افغانان داسې څوک دي چې په زور د هیچا هیڅ خبره او غوښتنه نه مني، خو په معقولیت او دلیل له هر چا سره لار وړي.
اړوند موضوعات
طالبان وایي: افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی او خاوره به یې د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.
هغه زیاته کړه چې زموږ د خلکو یووالی د دې لامل شو چې افغانستان د امریکا او متحدینو له اشغاله خلاص شي او د هر هغه څه مخنیوی کوو چې زموږ د خلکو د نفاق سبب کېږي.