ټام ویسټ په پاکستان کې د افغان کډوالو د انجونو له ښوونځیو لیدنه کړی.
ټام ویسټ په پاکستان کې د افغان کډوالو د انجونو له ښوونځیو لیدنه کړی.
7 اکتوبر 2022
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ پاکستان ته تللی او هلته یې د افغان کډوالو نجونو زدکوونکو ښوونځيو څخه لیدنه کړې.
وېسټ د افغان کډوالو نجونو یوه ټولګي ته له ورتګه وروسته ویلي، د زده کوونکو نجونو تمرکز او وړتیا متاثر کړی دی.
نوموړي له پاکستاني چارواکو او د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې مسوولینو هم مننه کړې، چې په وینا یې له څلوېښتو زیات کلونه کېږي د کډوالو کوربتوب کوي او د کډوالو انجونو لپاره یې د زده کړو زمینه برابره کړې.
اړوند موضوعات
د افغانستان لپاره د یوناما مشر ویلي طالبان باید د انجونو ښوونځي نور پرانیزي.
د وېسټ په وینا افغانستان کې کم شمېر نجونې دې زده کړو ته لاسرسی لري او له افغان حکومت یې غوښتي چې د انجونو پر مخ د مکتبونو دروازې زر پرانیزي.