د افغانستان لپاره د یوناما مشر ویلي طالبان باید د انجونو ښوونځي نور پرانیزي.

د افغانستان لپاره د یوناما مشر ویلي طالبان باید د انجونو ښوونځي نور پرانیزي.
18 سپتمبر 2022
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما سرپرست مارک پوتزل د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، غمجن او د شرم وړ عمل بللی.
یوناما تیره ورځ په یوه خبرپاڼه کې د مارک پوتزل له قوله چې په ګرمسیرو کې سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو په مناسبت یې خپره کړې ده لیکلي: “چې له شپږم ټولګې پورته ښوونځیو څخه د نجونو روان محرومیت هیڅ ډول معتبره توجیه نه لري او په نړۍ کې هېڅ بل ځای دا ډول څه نشته”.
د مارک پوتزل په خبره، دا د نجونو یو نسل او په خپله د افغانستان راتلونکي ته سخت زیان رسوي.
اړوند موضوعات
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر افغان دولت د انجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غږ کړی.
یوناما خبرداری ورکړی که د نجونو او ښځو سره دا ډول چلند دوام وکړي، د لویو ناامنیو، بېوزلۍ او انزوا په ګډون به، د افغانستان پر وړاندې کړکېچونه لا ژور کړي.
دا په داسې حال کې ده چې انجونو د شپږم پورته ښوونځیو تړلو یو کال پوره کیږي.






