پاکستان په مقبوضه کشمیري د هند له لوري د دیني عالمانانو نیول غندلي ، دې اسلامي دیني عالمانو د آزادولو غوښتنه ی کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
پاکستان په مقبوضه کشمير کې د مشهورو دیني عالمانو نيول غندلي او له هند څخه يې د ټولو کشميري عالمانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د عالمانو مولانا عبدالرشيد داؤدي او مولانا مشتاق احمد پشمول د جماعت اسلامي 5 غړي نيولې شوي دي،ویاند ویلی دوی ی غندنه كوي.
د خارجه دفتر ویاند وایی چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ تر غونډې مخکې دغه اقدام د هند له لوري له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
د خارجه دفتر وياند له مخې دا د كشميري اولس د مذهبي او كلتوري شناخت نه د محرومولو د هند يوه بله هڅه ده، پاكستان د دغو ديني عالمانو او ټولو كشميري بنديانو د فوري خوشي كولو غوښتنه كوي۔
د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې د بي جي پي او آر ايس ايس د گډوډۍ مقصد د هندي مسلمانانو ځپل دي، نړيواله ټولنه دې په هند کې د اسلاموفوبيا د خطرناک رجحان نوټس واخلي.
نور خبرونه
استرالیا د پاکستان سیلاب ځپلو سره د درې ملیارده ډالرو مرستې اعلان کړې دې
سیلابونو او بارانونو په فیصل آباد کښې د رخت سوداګري او صنعت ډیر بد متاثره کړې دې