استرالیا د پاکستان سیلاب ځپلو سره د درې ملیارده ډالرو مرستې اعلان کړې دې

0
68

باغی ټي وي رپورټ
استرالیا د پاکستان له سیلاب ځپلو سره د درې میلیونه ډالرو اضافي مرستې اعلان کړی دی.

په استرالیا کې د پاکستان د عالي کمیشنرۍ په وینا، ویجاړونکي سیلابونو له 33 ملیون څخه ډیر خلک اغیزمن کړي او د هیواد دریمه برخه یې لاندې کړې.
اسټراليا د پاکستان د سيلاب ځپلو لپاره د درې ميليونو ډالرو اضافي مرستې اعلان کړی، په دې موقع د پاکستان هائي کميشن ويلي دي چې د پاکستان حکومت او خلک د بحران په دې وخت کې د اسټراليا د پيوستون ستاينه کوي.

په اسټراليا کې د پاکستان د هائي کميشن له مخې د اسټراليا مرستې به د خوراک نړيوال پروګرام له لارې ورکول کيږي.

د يادونې وړ ده، چې اسټراليا تر دې وړاندې هم له پاکستان سره دوه ميليونه ډالره مرسته کړې وه.

د خیرښیګړې سازمانونو مشرنو او حکومتي چارواکو د استرالیا حکومت څخه ځانګړې مننه کړې چې په دې سخت کښې ی د پاکستان سیلاب ځپلو لپاره مرستې اعلان کړي دي.
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم استرالیا د پاکستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د دوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی وو.

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير وويل، حکومت پاکستان ته د فوري بشري اړتياوو لپاره مرستې ورکوي، چې له مخې به يې اسټراليا د خوراک نړيوال پروګرام له لارې پاکستان ته دوه ميليونه ډالره مرسته ورکوي.
د بهرنيو چارو وزير پيني وانګ وويل، سيلاب ځپلې ښځې، ماشومان او زيانمن شوي خلک د بيړنيو مرستو مستحق دي.
نور خبرونه

په هوایی ډګر بهرني هیواد ته د نشه ی توکو قاچاق هڅه ناکامه کړې شوې دې

لادرکه کسان د هیواد لپاره یو چیلنج دې، دا ستونزه هوارول غواړي: وفاقي وزیر، احسن اقبال

Leave a reply