لادرکه کسان د هیواد لپاره یو چیلنج دې، دا ستونزه هوارول غواړي: وفاقي وزیر، احسن اقبال
باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د لادرکه شويو کسانو مسله د رياست لپاره يوه ننګونه وبلله او ويې ويل چې حکومت دا ستونزه په دايمي توګه حل کول غواړي. په کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال احسن اقبال وویل چې د پاکستان تحریک د بیلټ او ووټ له لارې جوړ شوی و، خو ایوب خان د پاکستان د بیلټ او ووټ تحریک ته مخه کړه.
احسن اقبال وويل مونږ ته دا فيصله کول دي چې په ملک کې د آئين بالادستي ده که د څو طبقو، که اقتصاد مضبوط نه وي نو پاکستان به مضبوط نۀ شي.
وفاقي وزير دا هم وويل چې د لادرکه شويو کسانو مقدمې د رياست لپاره يو چيلنج دی، وفاقي حکومت د لادرکه شويو کسانو دا ستونزه په دايمي توګه حل کول غواړي.
وزيراعظم شهباز شريف اسلام اباد هائي کورټ ته حاضر شو او د ورکو کسانو د مسلې د حل کولو باور ورکړو۔
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د لادرکه کسانو دوسیه کې لومړی وزیر شهباز شریف د اسلام اباد های کورټ ته وړاندې شو. وزيراعظم د ورک شوو کسانو دوسيه حل کولو باور ورکړو۔ هغه وویل چې دوی خلکو او الله تعالی ته ځواب ویونکي دي.
چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې دا د رياست ذمه واري ده چې د هغوی ستونزې هواری کړي، زیاته ی کړه چې حراستي ځایونه جوړ شوي چې له هغه ځایه خلک ژغورل شوي خو ددې په اړه هیڅ اقدام نه دی شوی.
نور خبرونه
د چارسدې اولس ،سیلاب ځپلو عمران خان په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده