د چارسدې اولس ،سیلاب ځپلو عمران خان په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا چارسدې ضلعې ته د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په راتګ د سېلاب ځپلو خلکو احتجاج کړی دی.
د عمران خان د راتګ په ضد احتجاجي مظاهره چيانو اوويل چي عمران خان د اقتدار پريښودو نه پس چارسده ياده کړي ده۔
بل لوري ته دخيبرپښتونخوا اے اين پي صدر ايمل ولي خان هم په پي ټي ائي بريد کړى اؤ وئيلي يې دي چې پي ټي ائي دچارسدې اولس سره دومره خواخوږي لري نو ولې يې دسيلاب ځپلو په سوله ييز احتجاج لاټي چارج کړي؟
هغه وویل چې د پخوا څخه د ځوریدلو خلکو په سوله ایز لاریون باندې تاوتریخوالی د فاشیزم نوې بیلګه ده
د چارسدې خلکو مداري رد کړې، خالي کرسۍ ته خطاب کول د مداريانو زوړ عادت دی، احتجاج کوونکو اوویل چې د تقریرونو او د خبرو اورېدو لپاره ی په کرایه کسان راوړل کیږي.
نور خبرونه
د چارسدې اولس ،سیلاب ځپلو عمران خان په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده






