کاناډا هند ته په ښکاره توګه ویلي دي چې د سیکانو د خپلواک هیواد خالصتان لپاره د ټول پوښتنې مخه نشي نیولې

باغی ټي وي رپورټ
د خالصتان ریفرنډم په اړه د کاناډا حکومت هند ته واضح وضاحت ورکړی چې د ریفرنډم مخه نه شي نیولی.
د بهرنۍ خبري ادارې ترمخه د سياسي کشمکش په لړ کې قهرجنو خلکو د ريفرنډم نه وړاندې يو معبد ته اور ورته کړ چې په اړه يې د هند حکومت له کاناډا څخه د اقدام غوښتنه وکړه.
د یوې بهرنۍ خبري ادارې له مخې کاناډا اوس هند ته څرګنده کړې چې د خالصتان ریفرنډم نه شي درېدلی، خلکو ته د بیان ازادي ورکول کېږي.
باید وویل شي چې نن په کاناډا کې له هند څخه د خپلواکۍ او د سیکانو لپاره د جلا وطن غوښتنې لپاره ټولپوښتنه روانه ده.
له دې وړاندې هم د برطانيې په ګډون په مختلفو اروپائي هېوادونو کې د سيکانو د جلا وطن لپاره ريفرنډمونه شوي دي چې په زرګونو خلکو پکې برخه اخستې وه. سیکانو دا غوښتنه کړې وه چې دوی به هندوستان کښې خپل آزاد او خپلواک ریاست خالصتان غوښتنه کوي چې دوی په دې آزاد ریاست کښې د آزادۍ ژوند تیر کړي.
دا خبره مهمه ده چې نن په کاناډا کې له هند څخه د خپلواکۍ او د سکهانو لپاره د جلا وطن د غوښتنې لپاره ټولپوښتنه کېږي.
د یوې بهرنۍ خبري سرچینې له مخې د کاناډا په ټورنټو ښار کې د ریفرنډم لپاره تر رایې ورکولو مخکې سیاسي کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د سیاسي کړکېچ له امله قهرجنو خلکو یو مندر ته اور ورته کړی، چې په اړه یې د هند حکومت له کاناډا څخه د اقدام غوښتنه کړې ده.
نور خبرونه
هند کښې په دو خویندو جنسي تیرې شوې، بیا ی وژلې دي او مړي ی د ونې پورې راځوړند کړي دي






