ا.ا مخابراتي شبکو ته د ټیک ټاک او پابجي د بندېدلو لپاره ضرب الاجل وټاکۀ

ا.ا مخابراتي شبکو ته د ټیک ټاک او پابجي د بندېدلو لپاره ضرب الاجل وټاکۀ
یو لوبغاړی یا تر څلورو پورې لوبغاړي کولی شي یوځای ټیم جوړ کړي. دا لوبه په یو وخت کې د 3.2 ملیون څخه زیاتو کاروونکو ریکارډ سره په نړۍ کې یو له خورا مشهور او خورا ډاونلوډ شوي لوبو څخه دی. د PUBG لوبه په 2017 کې بازار ته داخله شوه او د امریکا غږ د راپور له مخې، دا لوبه د 2019 په پیل کې د افغانستان د ځوانانو ترمنځ وده وکړه.
(2022 / 9 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته درې میاشتې وخت ورکړی چې په افغانستان کې د PUBG لوبې او ټیک ټیک اپلیکیشن بند کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نن یکشنبه د سنبلې په ۲۷ مه وویل چې د ا.ا. چارواکو پرون د مخابراتي شرکتونو له استازو سره خبرې کړي او هغوی ته یې امر کړی چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ط’البانو حکومت د روان کال په لومړیو کې په افغانستان کې د ټیک ټاک اپلیکیشن او انلاین لوبې PUBG د بندولو امر صادر کړی و چې تر اوسه یې په بندولو بریالي شوي نه دي.
دغه راز د افغانستان پخواني حکومت په دغه هېواد کې د PUBG لوبې په موقت ډول بندې کړې وې.
په هغه وخت کې د مخابراتو د تنظیم ادارې یا ATRA ویلي وو چې هیواد یې په موقت ډول دغه لوبه بنده کړې وه. له هند او پاکستان وروسته افغانستان دریم هیواد دی چې پر دې لوبې بندیز لګوي. PUBG څه ډول لوبه ده؟ PUBG په سمارټ فونونو کې آنلاین لوبیږي. په دې لوبه کې ۱۰۰ لوبغاړي د الوتکې له لارې یوې سیمې ته لېږدول کېږي.
پدې سیمه کې لوبغاړي د وسلو راټولول پیل کوي او یو بل وژني تر هغه چې د لوبې وروستی لوبغاړی یا ډله میدان وګټي.