هند کښې په دو خویندو جنسي تیرې شوې، بیا ی وژلې دي او مړي ی د ونې پورې راځوړند کړي دي

فایل فوټو
باغی ټي وی رپورټ
د هند په اترپردېش ایالت کې دوه ځوانې خویندې تر جنسي تېري وروسته وژل شوې او مړي یې له یوې ونې ځړول شوي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس وايي، دا پېښه د اترپردېش ایالت په لکیم پور ولسوالۍ کې شوې، چې دوه خویندې یې له جنسي تېري وروسته وژلي او بیا یې جسدونه له یوې ونې راځوړند شوي، ویل کیږی چې د دو دواړو خویندو عمرونه ۱۵ او ۱۷ کاله وو.
د پولیسو په وینا، د دغو نجونو کورنۍ تور لګوي چې دوی دوه ځوانې خویندې تښتولې او پر هغوی یې جنسي تېری کړی دی.
د پوليسو په وينا د دواړو خويندو مړي د نورو پلټنو لپاره د پوسټ مارټم لپاره وړل شوي او شپږ شکمن کسان هم د پلټنو لپاره نيول شوي دي.
د جنسي تېري له پېښې وروسته د ځايي خلکو او مخالفو ګوندونو له خوا هم احتجاجونه ثبت شوي او لاريون کوونکو دا غوښتنه هم کوله چې پر نجونو د جنسي تېري او وژلو کسان دې اعدام شي.






