د پاکستان فوځ په سیلاب ځپلو سیمو کښې زده کوونکو لپاره د درس زده کولو زمینه برابره کړې ده

0
148

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پوځ د سېلاب ځپلو په هستوګنځايونو کې د خيمو په جوړولو سره ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابروي.

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ لخوا د سېلاب ځپلو د اسانتياو لپاره مهم ګامونه پورته کړل شوي دي، په سندهـ کې د ځپلو سيمو د ماشومانو لپاره موقتي ښوونځي هم جوړ شوي او ماشومانو ته د کتابونو په وېشلو سره زده کړې ورکول کېږي.
بل لوري ته د ټنډوله يار، عمرکوټ، سانګړهه دادو، تخته، بدين او ميرپورخاص په ګډون نورو سيمو کې هم د پاکستان فوځ د سيلاب ځپلو لپاره په امدادي کارونو بوخت دي او سیلاب ځپلو سره ی مرستو ته دوام ورکړې دې.

په سیلاب ځپلو سیمو کې د پاکستان فوځ لخوا د راشن او نورو ضروري سامانونو د ویشلو ترڅنګ طبي اسانتیاوې هم ورکول کیږي.

Leave a reply