پاکستان ته ۱۷ اوولس کاله پس زمونږ دوره به نړيوال کرکټ جام لپاره ښه فرصت ورکړي: د انګلستان ټیم مشر جونز بټلر

0
81

باغی ټي وي رپورټ
د انګلستان کپتان جوس بټلر چې له ۱۷ کلونو وروسته پاکستان ته راځي، وايي چې دغه لړۍ به نړیوال جام ته د چمتووالي ښه فرصت برابر کړي.

په کراچۍ کې د خبري غونډې پر مهال بټلر وویل چې د ۷ لوبو لړۍ به له ننګونو کمه نه وي، زه ډاډه یم چې دا به یوه سخته لړۍ ثابته کړي.
د انګلستان کپتان هم د انګلستان د ملکې الیزابیت دوئم په مړینه د غمرازۍ څرګندونه وکړه او د دې نه علاوه هغه د پاکستان د سیلاب ځپلو په اړه وویل چې د خپل کرکټ سره د سیلاب ځپلو لپاره د خوشحالۍ د ورکولو کوشش کوي. بورډ به د سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
جوز بټلر وویل چې هر لوبغاړی باید د خپل کار بار سمبال کړي، ما هیڅکله په پاکستان کې لوبه نه ده کړې نو د پاکستان د حالاتو په اړه هیڅ معلومات نه لرم، کوم لوبغاړي چې په پي ایس ایل کې لوبیږي د دوی له تجربو ګټه اخلي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان او انګلينډ لوبډلو ترمېنځه د اوو ټي ټوئنټي مېچونو لړۍ د ستمبر په 20مه نېټه په كراچۍ كښې پېل كېږي، د ايونټ لومړۍ څلور مېچونه به په كراچۍ او وروستې درې مېچونه به په لاهور كښې كېږي۔
نور خبرونه

۱۷ اوولس کاله پس د انګلستان ملي کرکټ لوبډله پاکستان ته رارسیدلې ده

Leave a reply