فواد چوهدري اسلام آباد هایی کورټ کښې د سندهه د ټاکنو غړی ګمارل چیلنج کړي دي

باغی ټي وی رپورټ
د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د سندهـ اليکشن کميشن د غړي نثار دراني تقرري چيلنج کړې ده.
اسلام آباد هائي کورټ کښې د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري د نثار دراني تقرري غير آئيني اعلانولو لپاره درخواست دائر کړے دے۔
په دې موقع نوموړي دريځ خپل کړو چې د الېکشن کمېشن غړي د سنده حکومت په ماتحت ادارو کې کار کوي، نثار دراني د الېکشن کمېشن د غړيتوب وړ نه دې نو د هغه د لرې کولو امر دې وشي. پوسټ
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله د درخواست منظوري ورکړې او اوريدنه ئې د دوشنبې په ورځ ټاکلې ده.
یاده دې وی چې فواد چوهدري په حکومت پرون هم سختې نیوکې کړې وې، د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري ویلي وو چې وزيراعظم د ژړا نه علاوه هيڅ منصوبه نه ده ورکړې، د آئي ايم ايف سره د معاهدې باوجود اقتصاد د هغه په ذريعه نه دې اداره کيږي، روپۍ نه ده مستحکمه شوې.
خپل يو بيان کښې فواد چوهدري وئيلي وو چي سياسي توازن ساتل ډير ضروري دي، که حالات خراب شول نو ذمه واري به د پي ټي آئي نه وي، حتمي فيصله به دوه هفتو کښي ورکولے شي۔
نور خبرونه






