د پنجاب صوبه کښې يو جعلي پیر په یوې جینې جنسي تیرې کړې دې

0
100

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پنجاب صوبه کښې په ګوجره ښار کې یو جعلي پیر د پیریانو لرې کولو په بهانه به یوې جینې جنسي تېری کړی دی.

د پولیسو په وینا، جینې له خپل ورور سره د دم لپاره دې پیر ته راغلې وه چې جعلي پیر په دې جینې د پیري ایستلو په بهانه جنسي تېری وکړ.
ولیس وايي، پر نجلۍ د جنسي تېري قضیه یې ثبت کړې، د جینې طبي معاینات کېږي او وروسته به یې په اړه نورې پلټنې پیل کړي.
بل اړخ ته د سیالکوټ پولیس سټیشن سمبڑیال کښې د غلا په مقدمه کښې نیول شوی ملزم د شکنجې له وجې مړ شوی دی.

د وژل شوي ملزمانو خپلوانو د پوليس سټيشن مخي ته احتجاج کړے دے د کومي نه پس ډي پي او د سمبريال پوليس سټيشن ايس ايچ او معطل کړے دے ولي تحقيقاتي افسر او کانسټيبل ئي نيولي دي او د پيښي تحقيقات ئي شروع کړي دي۔
نور خبرونه

د پنجاب حکومت پریکړه کړې چې تعلیمي ادارې د نشه ی توکو څخه د پاکولو لپاره سخت قانون جوړ او پلي کړي

Leave a reply