سیلابونو او بارانونو په فیصل آباد کښې د رخت سوداګري او صنعت ډیر بد متاثره کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
په داسې حال کې چې په ملک کې سېلاب په مستقيم ډول په لويه کچه خلک اغېزمن کړي، د فيصل اباد سوداګر هم د سېلاب له اغېزو خوندي نه دي پاتې، د ټوکر د محصولاتو د خرڅلاو لپاره د بازارونو د ورانېدو له امله کاروبار د تباهۍ کندې ته رسېدلی دی.
د فیصل آباد د ټوکر مارکیټونه هم د هیواد په لویو برخو کې د ویجاړونکي سیلابونو اغیزو له امله سخت اغیزمن شوي ، سنده ، بلوچستان او خیبر پښتونخواه کې د ټوکرانو تقاضا کمه لیدل کیږي او د رخت سوداګرۍ ته زیان رسوي.
سوداګر وايي، که له یوې خوا سېلابونو د رخت په پېرلو اغېز کړی، انفلاسیون یې وضعیت نور هم خراب کړی، له بلې خوا سوداګر د برېښنا د لوړ بیلونو له امله هم اندېښمن دي.
د سيلاب له وجې د جامو بازارونو زيانمن شوو سوداګرو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د رخت د صنعت د ژغورلو لپاره دې سمدستي امدادي پیکج برابر کړي او دوی لپاره دې ریلیف اعلان کړي.
…
نور خبرونه
لادرکه کسان د هیواد لپاره یو چیلنج دې، دا ستونزه هوارول غواړي: وفاقي وزیر، احسن اقبال
د چارسدې اولس ،سیلاب ځپلو عمران خان په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده