په هوایی ډګر بهرني هیواد ته د نشه ی توکو قاچاق هڅه ناکامه کړې شوې دې
باغي ټي وي رپورټ
د هوايي ډګر امنیتي ځواک (ASF) له پاکستان څخه بهر ته د هیروینو د قاچاق هڅه شنډه کړه.
د ائيرپورټ سيکيورټي فورس (ASF) کارکوونکو د ملتان په هوايي ډګر د عملياتو په مهال د دوحې نه راروان مسافر د قبضې نه هيروين برآمد کړي دي.
د اې اېس اېف وياند ترمخه مسافر شبير احمد په ډېره مهارت سره د بوجۍ په لاندې کې هيروين پټ کړي وو، خو اې اېس اېف کارکوونکو د سامان د تلاشۍ په مهال دغه نشه يي توکي پېژندلي او د بېګ د لاندې نه يې ۱،۸۸۱ کيلو ګرامه هيروين ترلاسه کړي دي. پلټنه، تورن ونیول شو.
تورن د لومړنیو پلټنو وروسته د ترلاسه شوي نشه يي توکو سره د نورو قانوني کړنو لپاره د ANF چارواکو ته سپارل شوی دی.دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم په اسلام آباد هوایی ډګر د نشه ی توګه قاچاق کولو هڅه ناکامه کړې شوه.
د هوايي ډګر امنیتي ځواک (ASF) د پاکستان څخه بهر ته تلونکي مسافر څخه د مخدره توکو په ترلاسه کولو سره د مخدره توکو د قاچاق هڅه ناکامه کړه.
ASF پرسونل د اسلام آباد په هوايي ډګر کې د عملیاتو په ترڅ کې د مسافر له قبضې څخه 1.160 کیلو ګرامه لوړ کیفیت آئس هیروین برآمد کړل.
نور خبرونه
د چارسدې اولس ،سیلاب ځپلو عمران خان په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده