افغان دولت پخپل تشکیل کې د معینیت او ولایت په سطحه نوې ټاکنې ترسره کړي.

افغان دولت پخپل تشکیل کې د معینیت او ولایت په سطحه نوې ټاکنې ترسره کړي.
6 اکتوبر 2022
د افغان دولت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد شیبه مخکې پخپله ټویټر پاڼه د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د افغان دولت د تشکیل د نوو ټاکنو نوملړ اعلان کړ.
په نوو ټاکنو کې د ګوانتنامو مخکینی بندي او د خوست فعلي والي مولوي محمد نبي عمري د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال او فعلي معین مولوي محمد داود مزمل د بلخ ولایت د والي په حیث وټاکل شو.
همدا راز د بدخشان فعلي والي مولوي عبدالغني د عدلیې وزارت د مالي او اداري معین په حیث، د بدخشان لپاره د هوایي ځواکونو فعلي قومندان مولوي امان الدین منصور د نوي والي په حیث، د زابل فعلي والي مولوي بسم الله د خوست د نوي والي په حیث، مولوي عبدالاحد فضلي د سمنګان ولایت د والي په حیث، د جوزجان فعلي والي ملاشعیب د فاریاب ولایت د والي په حیث، قاري اسماعیل د جوزجان فعلي امنیه قومندان د همدې ولایت د والي په حیث وټاکل شو.
اړوند موضوعات
افغان دولت په خپل تشکیل کې د وزارت په سطحه نوې بیلا بیلې ټاکنې ترسره کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې مولوي عبدالهادي چې د کندهار د استخباراتو رئیس و، د کابل د میدان هوایي د نوي مسؤل په حیث او د بلخ فعلي والي مولوي قدرت الله حمزه د زابل د نوي والي په حیث وټاکل شو.







