افغان دولت په خپل تشکیل کې د وزارت په سطحه نوې بیلا بیلې ټاکنې ترسره کړي.

0
133

 

د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د یکشنبې په ورځ پخپل ټویټر پاڼه د اسلامي امارت د مشر مولوي هبة الله اخندازاده په امر د نوو ټاکنو یوه اعلامیه نشر کړې، چې پکې د وزارت، معینیت او والیانو تر سطحې پکې تغیرات راغلي.

د افغان دولت د دفاع وزارت د ټیکنالوژۍ او لوژستیکي مرستیال مولوي عطاء الله عمري د زراعت د نوي وزیر په حیث ټاکلی او د زراعت او مالدارۍ مخکینی وزیر مولوي عبدالرحمن راشد د کډوالو چارو وزارت د مهاجرینو د چارو معین په حیث ټاکل شوی.

دې ته ورته د ځینو ولایتونو والیان هم تغیر شوي، چې پکې د پکتیا مخکینی والي د روزګان ولایت لپاره او د روزګان ولایت مخکینی والي د پکتیا لپاره د نوي والي په حیث وټاکل شو.

اړوند موضوعات

طالبانو د ځینو مهمو ځایونو لپاره نوي کسان پر دندو ګومارلي دي

دا چې په پنجشیر او د بغلان په اندرابونو کې د افغان دولت پر وړاندې کله کله مقاومت کیږي، نو د نظامي چارو د ښه سمون لپاره ورته د طالبانو مخکښ غړی ملا عبدالقیوم ذاکر د عمومي مسؤل په حیث ټاکل شوی.

Leave a reply