د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام ویلي: افغانستان کې بنسټیز اقتصادي کارونو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام ویلي: افغانستان کې بنسټیز اقتصادي کارونو ته اړتیا ده.
6 اکتوبر 2022
د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام په يوه راپور کې ويلي چې يوازې بشري مرستې افغانستان کې اقتصادي وضعيت نه شي ښه کولی.
يو اېن ډي پي (UNDP) په يوه راپور کې ويلي چې په تېر يوه کال کې د افغانستان ناخالص کورنی توليد پنځه ميليارده ډالره راکم شوی او د افغانانو اقتصاد په شديده توګه پرځېدلی دی.
راپور کې راغلي چې ۷۰۰ زرو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او د خوراکي توکو بيې بيا ۳۵ سلنه لوړې شوې چې دې چارو د کورنيو اقتصادي وضعيت لا پسې خراب کړی دی.
د يو اېن ډي پي له لوري د خپاره شوي راپور پر بنسټ د هغو افغانانو سلنه له ۹۵ بيا تر ۹۷ پورې ښودل شوې چې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
يو اېن ډي پي ويلي چې روان اقتصادي وضعيت په بشري مرستو د ښه کېدو نه دی او اړتيا ده چې په دې برخه کې بنسټيز اقدامات وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت چارواکي د لويديځ له لوري د افغانستان د ارزي شتمنيو کنګلتيا د روان ناوړه اقتصادي وضعيت لامل بولي او ادعا کوي چې دې چارې سوداګري زيانمنه کړې او د کاري فرصتونو د له منځه تلو سبب شوې ده.
اړوند موضوعات
د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې سازمان وایي: افغانانو سره د کرنې په برخه کې مرسته کوي.
خو بل طرفته بیا واقعیتونه ښایي چې افغانستان کې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې په ښه کیدو دی او د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی.






