کاپیسا کې یوۀ خاوند خپله مېرمن وژلې ده

کاپیسا کې یوۀ خاوند خپله مېرمن وژلې ده
که څه هم ښاغلی فیض نور جزئیات نه ورکوي، خو زیاتوي چې نصرالله د خپلې مېرمنې له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلی دی. د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند ټینګار کوي چې کشفي او امنیتي ځواکونه د قاتل د نیولو په لټه کې دي.
د یادې پېښې د پېښېدلو انګېزه تر اوسه نده څرګنده؛ خو وړاندې تر دې ورته پېښې د غیرتي وژنو او یا هم د کورني تاورتریخوالي لۀ امله رامنځته کېدلې.
(2022 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کاپیسا امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې یوه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده. د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالفتاح رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۳ ميزان) شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې يوه سړي خپله مېرمن د ښکاري ټوپک په وسيله وژلې ده. د دغه سړي نوم “نصرالله” دی او د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ د “بولګین” کلي اوسېدونکی دی.
که څه هم ښاغلی فیض نور جزئیات نه ورکوي، خو زیاتوي چې نصرالله د خپلې مېرمنې له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلی دی. د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند ټینګار کوي چې کشفي او امنیتي ځواکونه د قاتل د نیولو په لټه کې دي.
اړوند موضوعات:
هرات کې يوې ښځې خپل خاوند د ساتور په وسيله ټپي کړی
د یادې پېښې د پېښېدلو انګېزه تر اوسه نده څرګنده؛ خو وړاندې تر دې ورته پېښې د غیرتي وژنو او یا هم د کورني تاورتریخوالي لۀ امله رامنځته کېدلې.