هرات کې يوې ښځې خپل خاوند د ساتور په وسيله ټپي کړی

0
238

له هرات څخه د راپورونه وايي يوې ښځې د خپلې خور په مرسته خپل خاوند د ساتور په وسيله سخت ټپي کړی دی.

راپورونه وايي دې ښځې غوښتل د خپلې خور په مرسته د خپل خاوند د له منځه وړلو لپاره هڅه کړې، خو بريالۍ شوې نه ده او د ساتور په وسيله يې هغه سخت ټپي کړی.

دغه پېښه نن د هرات ښار شپږمې حوزې اړوند په پل رنګينه سيمه کې شوې ده.

د هرات امنيتي چارواکو د دې خبر په تائيدولو سره ويلي چې دغه ښځه یې نيولې ده او اوسمهال تر څېړنو لاندې ده.

Leave a reply