غور کې د ډبرو سکرو د یوۀ کان د کیندنې کارونه پیل شوي دي   

0
191

غور کې د ډبرو سکرو د یوۀ کان د کیندنې کارونه پیل شوي دي 

د دغه کان د استخراج چارې په داسې حال کې پيلېږي، چې د غور ځايي حکومت تېر کال د دغه ولايت د الله يار په سيمه کې د ډبرو سکرو د استخراج چارې پيل کړې وې. خو څه موده وروسته د نتیجې د نشتوالي له امله ودرول شو.

(2022 / 10 / 6    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د غور د والي له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تولک ولسوالۍ د “داى او کلور” کليو د ډبرو سکرو د استخراج چارې نن د کانونو او پټروليم وزارت د پلاوي او د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکو په شتون سره پيل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه کان د استخراج چارې د “روشن قادري” شرکت ته سپارل شوې او ټاکل شوې چې دغه شرکت پنځوس زره ټنه سکاره استخراج کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه کان استخراج کولاى شي د هېواد په ځانګړي ډول د غور له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي او د دغه ولايت د خلکو اړتياوې پوره کړي.

اړوند موضوعات:

 د ا.ا.ا د کانونو وزارت وايي چې کورنیو او بهرنیو پانګولو ته افغانستان کې د کانونو د کیندنې لپاره زمینه برابره شوې 

Leave a reply