د ا.ا.ا د کانونو وزارت وايي چې کورنیو او بهرنیو پانګولو ته افغانستان کې د کانونو د کیندنې لپاره زمینه برابره شوې
د ا.ا.ا د کانونو وزارت وايي چې کورنیو او بهرنیو پانګولو ته افغانستان کې د کانونو د کیندنې لپاره زمینه برابره شوې
د یادونې ده چې نن په کابل کې د افغانستان اقتصادي کنفرانس جوړ شوی و چې د ا.ا د ویاند په خبره د شلو هېوادونو استازو پکې په فزیکي ډول او د ۴۰ نورو هغو په انلاین بڼه برخه اخیستې وه.
(2022 / 1 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د افغانستان اقتصادي کنفرانس ته په وینا کې ویلي چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم د ټول هېواد په کچه د غیر قانوني کېندنو مخه نیول شوې ده.
هغه زیاته کړې ده چې په افغانستان کې امنیت تامین دی، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې غوره شرایط برابر شوي دي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې لسګونه واړه کانونه داخلي پانګوالو ته او ستر کانونه چې ډېرې پانګې ته اړتیا لري نړیوالو پانګه والو ته په قرارداد ورکول کېږي.
اړوند موضوعات:
د کانونو او پطرولیم وزارت لۀ چین څخه د د مس عینک کان د کیندلو د کار پیل غوښتنه کړې
د یادونې ده چې نن په کابل کې د افغانستان اقتصادي کنفرانس جوړ شوی و چې د ا.ا د ویاند په خبره د شلو هېوادونو استازو پکې په فزیکي ډول او د ۴۰ نورو هغو په انلاین بڼه برخه اخیستې وه.