د ا.ا.ا: نني کنفرانس کې د نړۍ شپېتو هېوادونو ګډون کړی ؤ
د ا.ا.ا: نني کنفرانس کې د نړۍ شپېتو هېوادونو ګډون کړی ؤ
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د استازې په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو بیا په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران مخنیوي په موخه له نړیوالې ټولنې څخه د دغه هېواد د مالي شمتنۍ د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.
(2022 / 1 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان په ننني اقتصادي کنفرانس کې د نړۍ د شلو هېوادونو استازو په فزیکي او د ۴۰ هېوادونو استازو په انلاین ډول ګډون کړی ؤ.
مجاهد ویلي چې دا کنفرانس په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته د مناسبو حل لارو د موندلو په موخه جوړ شوی و. په یاد کنفرانس کې د افغانستان ا.ا چارواکو د خپلې ادارې د کړنو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې.
د ا.ا رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په یاد کنفرانس کې وویل چې افغانستان د رسمیت پېژندنې لپاره ټاکل شوي معیارونه پوره کړي دي او نړیوالو ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلې رسمي اړیکې پیل کړي.
اړوند موضوعات:
ملګري ملتونه وایي افغانستان ته د مرستو راټولولو په لټه کې دي