ملګري ملتونه وایي افغانستان ته د مرستو راټولولو په لټه کې دي

ملګري ملتونه وایي افغانستان ته د مرستو راټولولو په لټه کې دي

د لاینز په خبره ملګري ملتونه هڅه کوي د عامو افغانانو لاسنیوی وکړي او له یوه پراخ بشري ناورین مخنیوی وکړي چې په همدې لړ کې یې د میلیاردونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

 

(2022 / 1 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د افغانستان اقتصاد په نامه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې ملګري ملتونه له مرستندویه هېوادونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي د لا ډېرو مرستو د جذب او کنګل شوو شتمنیو د ازادولو په اړه بحثونه دوام وکړي.

د لاینز په خبره افغانستان له خورا بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او یوازې په دولتي عایداتو د افغانستان ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولی او د نړیوالو پراخو مرستو ته اړتیا لري.

د لاینز په خبره ملګري ملتونه هڅه کوي د عامو افغانانو لاسنیوی وکړي او له یوه پراخ بشري ناورین مخنیوی وکړي چې په همدې لړ کې یې د میلیاردونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

لاینز یو ځل بیا پر نوي حکومت غږ وکړ چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه دوی د افغانستان نیم نفوس تشکیلوي او د افغانستان په اقتصادي وده کې مهمه ونډه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载