پيښور کې په غیر قانوني توګه د زمکو قبضه کوونکو په ضد عملیات ترسره شوي
باغي ټي وي رپورټ
ډپټي کمشنر پيښور کيپټن (ر) خالد محمود د ايډيشنل ډپټي کمشنر ميډم ګل بانو سره د پیښور ګل آباد خوړ جمرود روډ دوره وکړه او په غیرقانونی او ناجایزه قبضېه شوې زمکو دوره ی وکړه.
د ايډيشنل اسسټنټ کمشنر محمد اظهر خان په مشرۍ کښې خاص ټيم د ايډيشنل اسسټنټ کمشنر تحريم شاه او د ټاؤن 3 انتظاميه انفورسمنټ افسر محمد اقبال په ملتيا د جمرود روډ ګل آباد خورد کښې د تجاوزاتو مافيا په ضد عمليات کړي دي۔ په دې موقع د کومې بدې پېښې د مخنيوي دپاره د پوليس په گڼ شمير کې گمارل شوي وو.
د عملياتو په ترڅ کې په ٢٥ کاناله ځمکه کې غاصبين د درنو ماشينونو په واسطه له منځه وړل شوي او دولتي ځمکېی د قبضه کوونکو له منګولو واپس اخستي او په ترڅ کې يې دوه تنه هم نيول شويدي.
د ډي سي دفتر بیان مطابق د نیول شوی تن سره به قانوني چلند وشي