د کانونو او پطرولیم وزارت لۀ چین څخه د د مس عینک کان د کیندلو د کار پیل غوښتنه کړې 

0
84

د کانونو او پطرولیم وزارت لۀ چین څخه د د مس عینک کان د کیندلو د کار پیل غوښتنه کړې 

د کانونو او پترولیم وزارت وایي له چین غواړي چې ژر تر ژره د مس عینک د استخراج چاره پيل کړي.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وایي چې په شفافه توګه د کانونو د استخراج چارې پیلېږي او په خبره یې په دې برخه کې به خورا شفافیت رامنځ ته شي.

هغه ویلي، له چین هم غواړي چې له پخواني حکومت سره د شوې هوکړې له مخې د افغانستان د مس عینک کان استخراج کړي او خپلې چارې ژر تر ژره پیل کړي.

اړوند موضوعات: 

 ا.ا وايي چې د مس عینک پروژې چارې بېرته پیلېږي 

د مس عینک کان د نړۍ په کچه د مسو له سترو کانونو ګڼل کېږي چې د استخراج هوکړه یې له چین سره لاسلیک شوې ده، خو تر دې دمه یې د استخراج چارې نه دي پیل شوې.

Leave a reply