ا.ا وايي چې د مس عینک پروژې چارې بېرته پیلېږي
ا.ا وايي چې د مس عینک پروژې چارې بېرته پیلېږي
شهاب الدین دلاور وایي چې افغانستان ډېرې زیاتې طبیعي زېرمې لري او که چېرته ورباندې کار وشي استخراج او پروسس شي نو پر همدې کانونو ټول افغانستان جوړېږي.
(2021 / 12 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا وایي چې په لوګر ولایت کې د مس عینک پروژې چارې بېرته له سره پیل شوې دي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د مس عینک پروژې قرارداد چې له تېر حکومت سره شوی و پر بنسټ به یې تر شپږ اعشاریه اته میلیارد متر مکعب مس چین ته ولېږدول شي.
مجاهد زیاته کړې ده چې ا.ا غواړي له چین سره د شوي قرارداد کارونه پای ته ورسوي.
نوموړي دغه راز له پانګهوالو غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي چې افغانستان په کافي اندازه طبیعي زېرمې لري او په خبره یې که چېرته ترې معقوله ګټه واخیستل شي په هېواد کې به د فقر کچه صفر ته راټیټه شي.
شهاب الدین دلاور وایي چې افغانستان ډېرې زیاتې طبیعي زېرمې لري او که چېرته ورباندې کار وشي استخراج او پروسس شي نو پر همدې کانونو ټول افغانستان جوړېږي.