په فاریاب کې نامعلومو کسانو یو باغوان وژلی دی

په فاریاب کې نامعلومو کسانو یو باغوان وژلی دی
دغه پېښه تېره شپه د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په “ظفران افغانيه” کلي کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي محمدي په وینا، تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی؛ خو د دغې وژنې په تور څلور تنه د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي. د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياتوي چې له نيول شويو کسانو څخه پلټنې پيل شوې دي.
(2022 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدي رسنیو ته ویلي، چې نامعلومو کسانو په دغه ولایت کې یو باغوان وژلی دی.
دغه پېښه تېره شپه د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په “ظفران افغانيه” کلي کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي محمدي په وینا، تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی؛ خو د دغې وژنې په تور څلور تنه د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي. د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياتوي چې له نيول شويو کسانو څخه پلټنې پيل شوې دي.
دغه پېښه داسې محال کېږی چې پۀ دې وروستیو کې د افغانستان پۀ ډیریو ولایتونو کې هدفي وژنو یوځل بیا زور اخستی دی.
اړوند موضوعات:
وسلوالو پۀ فاریاب کې د جنبش ګوند یو پخوانی قومندان پۀ ډزو وژلی دی
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ا.ا چارواکو ویلي ؤ چې دوی اوس پۀ ټول افغانستان کې سل سلنه امنیت راوستی دی.