وسلوالو پۀ فاریاب کې د جنبش ګوند یو پخوانی قومندان پۀ ډزو وژلی دی   

0
109

وسلوالو پۀ فاریاب کې د جنبش ګوند یو پخوانی قومندان پۀ ډزو وژلی دی 

سرچينه زياتوي، چې د دغه قوماندان نوم جليل دى، هغه ٢٢ کاله وړاندې د جنبش ګوند د “٥١١مې برخې” له قوماندانانو څخه و او په دې وروستيو کې يې له چا سره دښمني نه درلوده. ويل کيږي چې بريدګر له دغې وژنې وروسته له ساحې څخه تښتيدلي دي.

(2022 / 9 / 8    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وسله والو په فاریاب کې د جنبش ګوند یو پخوانی قوماندان په ډزو وواژه. د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یوې سیمه ییزې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې پر موټر سایکل سپاره دوو نامعلومو وسله والو د مارشال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د ملي اسلامي جنبش پخوانی قومندان په ډزو وژلی دی.

دا پېښه تېره ورځ (چهارشنبه د سنبلې په ۱۶ مه) د شیرینګاب ولسوالۍ د “کوهصیاد” په کلي کې شوې ده.

دغه سړی ۷۵ کلن و. د سرچينې په وينا، دغه سړى د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوى دى.

Leave a reply