ذ،م: د دیني عالمانو وژنه د خدای ج لۀ دین سره د دښمنۍ پۀ مانا ده   

0
252

د دیني عالمانو د وژنې په اړه د حکومت غبرګون په داسې حال کې مخې ته راځي چې په هرات کې د مجیب الرحمن انصاري، په کابل او نورو ولایتونو کې د مولوي امیر محمد کابلي په ګډون یو شمېر دیني عالمان د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ښکار شول.

ډیری دا چاودیدونې او ځانمرګي بریدونه د داعش ډلې لخوا ترسره شوي، په داسې حال کې چې ط البان داع’ش په افغانستان کې یو جدي ګواښ نه ګڼي.

(2022 / 9 / 7    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ديني عالمانو وژل د خداى دين، اسلامي امت او وطن سره دښمني ده.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۶مه په یوه ټوېټ کې لیکلي: “په ټولنه کې علما د حق په لور د خلکو د لارښوونې او لارښود څراغ په څېر دي، چې له منځه وړل یې د جهالت، ګناه او ښکاره بغاوت ملاتړ دی.”

Leave a reply