د افغان دولت معارف وزارت نن ورځ د ښوونکي نړیواله ورځ د کابل اماني لیسه کې ولمانځله.

0
196

د افغان دولت معارف وزارت نن ورځ د ښوونکي نړیواله ورځ د کابل اماني لیسه کې ولمانځله.

5 اکتوبر 2022

د افغان دولت معارف وزارت د ښوونکي نړیوالې ورځې به مناسبت د کابل په اماني لیسه کې دغه ورځ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.

نن د اکتوبر ۵ نیټه چې د ښوونکي نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې، اسلامي امارت دغه ورځ د کابل په مشهوره لیسه اماني کې د افغان دولت د لوړوپوړو مشرانو په ګډون کې ولمانځله.

په یاده غونډه کې د افغان دولت د چارو ادارې لوی رئیس مولوي نورالحق انور ووېل: د افغاني ټولنې شاته پاتې والي لامل دا دی چې د ښوونې برخه کې څومره کار ته چې اړتیا ده نه دی ترسره شوی.

هغه ښوونکو ته په خطاب کې وویل خپل ځانونه مسوولیتونه ته متوجه کړئ او زیاته کړې یې ده چې که ښوونکي خپل مسوولیت ادا کړي، نو شته ستونزې به هوارې شي.

 

په همدې غونډه کې د افغان دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: ښوونکي د ټولنې روزونکي او د نړۍ د پرمختګونو سرچینه ده.

اړوند موضوعات

یونیسف یو ځل بیا پر ا.ا غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي  

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر مولوي حبیب اغا بیا څرګنده کړې چې ټول هېواد کې ۲۴۷ زره ښوونکي پر دندو بوخت دي او په عالي روحیه د هېواد بچیان روزي او نیږدې راتلونکي کې به لا زیات ښوونکي پر دندو وګماري.

Leave a reply