یونیسف یو ځل بیا پر ا.ا غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي  

0
47

یونیسف یو ځل بیا پر ا.ا غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

په هېواد کې د ښوونیز کال له پیله شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوې، خو لا هم په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې. یونیسف د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او پر ا.اغږ کوي چې د لیسې دورې نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.

 

(2022 / 5 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

یونیسف یو ځل بیا پر ا.ا غږ کړی چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د يادې ادارې مشر پکتيا ته د خپل سفر پر مهال په زرمت ولسوالۍ کې پر زده کوونکو د کتابونو د وېش او د نجونو لپاره د محلي ښوونځيو د جوړېدو ژمنه هم وکړه. په همدې حال کې د پکتيا ولايت ښځينه ښوونکي او ښوونکي وايي چې نجونې د خپلو ښوونځيو پيلېدو ته بې صبرانه دي او دې ژر پیلېدو غوښتنه یې کوي.

په هېواد کې د ښوونیز کال له پیله شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوې، خو لا هم په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې. یونیسف د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او پر ا.اغږ کوي چې د لیسې دورې نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.

خو یوه اوونۍ وړاندې په خوست ولایت کې د ا.ا یوه جګپوړي غړي انس حقاني ډاډ ورکړی و، چې په نږدې راتلونکي کې به له شپږم ټولګي پورته نجونې بیا ښوونځيو ته لاړې شي.

Leave a reply