د کډوالو چارو وزارت د يوشمېر مؤسسو سره د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

0
107

د کډوالو چارو وزارت د يوشمېر مؤسسو سره د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

4 اکتوبر 2022

د کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې چې پکې ویل شوي وه، چې د ( 42279914) امریکایي ډالرو په ارزښت دغه وزارت د یو شمیر مؤسساتو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.

 

د لاسليک شوو هوکړه ليکونو پر بنسټ به د اسلاميک ريليف موسسه په هرات کې، (۶۴۲) کورنيو ته سرپناوې جوړوي، موسسه دست های کمکی برای کمک په زابل، قندهار، ارزګان او باميانو کې د طبيعي پېښو له امله ( ۴۷۴۰) زيانمو شوو کورنيو ته او د بشري مرستو د همغږۍ موسسه به په فراه کې ( ۱۸۱۴) کورنيو سره په بېړنيو حالاتو کې مرستې کوي.

 

همدارنګه د بشري مرستو د همغږۍ موسسه د خپلې دوهمې پروژې له طريقه (۹۲۷) اړمنو کورنيو سره په فراه کې نغدي او د خوراکي توکو په برخه کې او د ودان مؤسسه به په هرات کې سل کورنيو سره د کارموندنې په برخه کې مرستې کوي.

 

ياد هوکړه ليکونه د بشري مرستو د همغږۍ رئيس شيخ عبدالرحمن رحماني او د يادو موسسو د استازو ترمنځ لاسليک شول.

اړوند موضوعات

د کډوالو چارو وزارت او یو شمېر موسسو ترمنځ د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک شو.

 

شيخ عبدالرحمن رحماني د هوکړه ليکونو د لاسليکولو پرمهال د پروژو په بېلابېلو پړاوونو.کې په تطبيق او راپور ورکولو په روڼتيا ټينګار وکړ او له همکارو بنسټونو يې وغوښتل چې د لاسليک شوو هوکړه ليکونو له مخې عمل وکړي.

Leave a reply