د کډوالو چارو وزارت او یو شمېر موسسو ترمنځ د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
۵سپتمبر ۲۰۲۲
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت او یو شمېر نورو بنسټونو ترمنځ د څه باندې (۱۶) میلیونه ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د داخلي بېځایه شوو وضعیت ته د رسېدو او د وزارت د هوکړه لیکونو د کمېټې سرپرست مولوي سردار شېرزاد، ډي ار سي او اکشن اېډ موسسې ترمنځ د وږي په (١٣) مه د (١٦) میلونو، (٨١٦) زره او (٢١٠) امریکايي ډالرو په ارزښت د پېنځوعام المنفعه پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د لاسلک شوو هوکړه لیکونو له مخې به د (DRC) مؤسسه په لوګر او غزني کې (٨٠٥) کورنیو ته په ننګرهارکې (١٨٤٠) کورنیو ته او په زابل، لوګر، غزني، قندهار، نیمروز،هرات، فراه، کابل، کونړ، میدان وردګ او ننګرهارکې (٧٤٦٠) تنو ته د خلکو په همکارۍ د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروژه یوسلو (٢٩) زرو او (٦٤٠) تنو ته پلې کوي.
همدارنګه د اکشن اېډ موسسه به د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د (٦٨) زرو او (١٨٤) امریکايي ډالرو په ارزښت د بلخ ولایت د معاذ بن جبل د مهاجرینو ښار ګوټي کې د ژورو څاګانو په کېندلو ،حمامونو په رغولو او د اوبو ذخیرې جوړې کړي، چې(٢٠٠٠) کورنۍ به یې د ګټې اخیستنې څخه برخمنې شي.
اړوند موضوعات
د کډوالو چارو وزارت او بنسټونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شول
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بېځایه شوو رئیس مولوي سردار شیرزاد د هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال وویل، ((چې په مرکز او ولایتونو کې د کاري شرایطو برابرول د افغانستان اسلامي امارت دنده ده، د مرستندویه بنسټونو څخه مو غوښتنه ده، چې د لاسلیک شوو هوکړه لیکونو له مخې دې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ کار پیل کړي.